پر ټولو غږ

«انساني کرامت د تعرض وړ نه دی»

د نه زغم ، انسانيت سره د دښمنۍ او زورزیاتي پرضد

نړۍ ته د پرانيستوالي، پيوستون، دموکراسۍ او د قانون پر بنسټ ولاړ دولت لپاره اتحاد

آلمان يو دموکرات او نړۍ ته پرانيستی هېواد دی، چې د ارزښتونو او اقتصاد پر بنسټ ولاړ اروپايي اتحادېې د غړي په توگه د بشري جهان شمولو حقونو ته ژمن دی. په آلمان کې له لسيزو راهيسې د بېلابېل ملي، کلتوري او مذهبي شاليد لرونکي انسانان سره ګډ ژوند کوي. د انساني کرامت ساتنه چې په اساسي قانون کې قید شوی، د ټولو انسانانو لپاره صدق کوي، که هغوی له نسلونو راهيسې دلته ژوند کوي، که هغوی ناقلین دي او که یا هغوی آلمان ته د مهاجرو په توګه راغلي دي.

څوک چې په خپل هېواد کې د جنګ او تعقيب له کبله خپل ژوند او ځاني سلامتیا له ګواښ سره مخامخ ویني، په اروپا کې د حفاظت مستحق گڼل کیږي. موږ د دې پلوي کوو چې آلمان به په راتلونکي کې هم خپل بشر دوستانه مکلفيتونه پوره کوي. د دې له پاره چې د تېښتې له عواملو سره اغېزناکه مبارزه وشي او د ډېرو پناه غوښتونکو له تقاضاو سره وړ چلن وشي، بې له شکه يوې ګډې اروپايي حل لارې ته اړتيا ليدل کيږي. د اروپا د اتحادیې هيڅ غړی هېواد بايد له ګډ مسووليت څخه ډډه ونه کړي.

د ډېرو کډوالو منل او ادغام له سترو ټولنيزو، اقتصادي او اجتماعي ستونزو سره تړلی کار دی. د زرونو ښځينه او نارینه وگړو اوهمداراز د بېلابېلو دولتي ادارو، پوليسو، مرستندویانو او رفاهي سازمانونو اصلي او دغه راز افتخاري ښځینه او نارینه کارکوونکي د ستايلو وړ کارونه کوي. دغه ژمنتيا د ټولنيز پيوستون اصلي نښه ده. مرستې ته پرله پسې چمتوالی پر دی شاهدي ورکوي چې پيوستون او بشریت پالنه زموږ د ټولنې د ښکاره ارزښتونو څخه شمېرل کيږي.

آلمان د خپلې راتلونکی توانمندې له پاره زياتو پانګونو ته اړتيا لري. دغه خبره له اوږدې مودې راهيسې ليدل شوې، خو د کډوالو د لوړ شمېر له کبله اوس تر بل هر وخت زياته بېړنۍ برېښي. موږ په ښوونه او روزنه، مسلکی زده کړو، کارموندنه، کافي ارزانو استوګنځايونو، عامه زېربناو او له زورزیاتیو څخه د خونديتوب په برخه کې پانګونو ته اړتيا لرو. هغه انسانان چې د بې وزلۍ، بې کارۍ او ټولنيزې ناډاډمنتيا څخه اغېزمن شوي وي، بايد د اوسنيو ستونزو په حلولو کې له پامه ونه غورځول شي. ټول بايد ورته چانسونه ولري چې په ټولنيز ژوند کې ونډه واخلي.

له انساني کرامت سره سم د کډوالو منل، د هغوی ادغام او د ټولنيز، کلتوري او اجتماعي درز راوستنې مخنيوی يوه ګډه وظيفه ده. مرکزي حکومت، ايالتونه او ناحيې، اقتصادي مؤسسې ، د کارګرانو اتحاديې، کليساګانې او مذهبي ټولنې، د عامې رفاه سازمانونه او بشپړه مدني ټولنه بايد په پر له پسې توګه خپل دغه مسووليت ومني. موږ په دې باور يو چې هغه سترې ننګونې چې ورسره مخامخ يو، کولای شو په ګډه رفع کړو.

سوله يز ګډ ژوند او آلماني ټولنې ته ورګډېدل هغه مهال بريالي کېدای شي چې د ټولو له خوا زموږ د اساسي قانون ارزښتونه او زموږ ټولنيز ګډ ژوند ته غاړه کښېښودل شي. دا مثلا په دې معنی ده چې په آزاده توگه د ديني مراسمو تر سره کېدنه بايد پرته له توپيرونو په رسميت وپېژندل شي. دا په دې معنی هم ده چې هيڅوک بايد له خپلو کلتوري او ديني رُسومو څخه د ساتري پردې په توګه ناوړه استفاده ونه کړي، د دې له پاره چې د عقيدې او وجدان د آزادۍ اساسي حقونه، بدني خپلواکمنتوب، يا د ښځو او نارينه وو د برابرو حقونو اصل تر سوال لاندې راولي يا له لږکيو سره توپيري چلن وکړي. په هغو مواردو کې چې د دولت د قهري قدرت انحصار تر پښو لاندې يا جرمونه تر سره کيږي، بايد عاملين د جزايي قانون تر تعقيب لاندې ونيول شي. د جرمونو هغه مرتکبین چې بهرنی تابعيت لري، بايد په آلمان کې د اقامت د حق له پای ته رسېدلو سره حساب وکړي.

ډېر شمېر کډوال به يا د اوږدې مودې له پاره يا د تل له پاره زموږ سره پاتې شي. د هغوی هر يو بايد د انسان په توگه چې خپل ځانگړی برخلیک اوځيني وخت ربړونکې تجربې هم لري، وپیژندل شي. د ادغام اغېزناک او پاتېدونکی برياليتوب مناسبو امکاناتو، ټولنيزې برخې اخيستنې او دغه راز د ادغام لپاره چمتووالي ته اړتيا لري. د آلماني ژبې زده کړه ورته همداسې اړينه ده لکه د ادغام د لارو چارو، ښوونې او روزنې، کلتور، کار او سپورټ ته ډېر ژر لاسرسی.

د کار بازار ته ورګډېدل د کډوالو د اغېزمن او پاتېدونکي ادغام يو اساسی شرط دی. د دې موخې له پاره د کار د زده کړې حرفوي پروګرامونه چې د مسلکي زده کړو او د هغوی بريالۍ پای ته رسونې ته لاره هواروي، همداسې مهم دي لکه د کار د شروع کولو پر مهال د ظرفيت لوړولو تدابير. دغه پروګرامونه او تدابير بايد له يوې ګډې ستراتيژۍ سره يو ځای کړل شي، د دې له پاره چې د اقتصادي او ټولنيز مشارکت چانسونه رامنځ ته شي.

موږ غواړو چې دموکراسۍ (ولسواکۍ) او د قانون پر بنسټ ولاړ دولت پیاوړی کړو. موږ د پيوستون او نړۍ ته د پرانيستوالي پلويتوب کوو. زموږ باور دا دی چې: هر هغه څوک چې زموږ په هېواد کې پناه غواړي، بايد يوې منصفانه او د قانون دولت پر اصولو ولاړې ارزونې ته لاسرسی ولري. هغه کسان هم چې د اقتصادي خوارۍ او بې وزلۍ له کبله آلمان ته راغلي وي، او د قانون دولت له اصولو سره سم ارزونې وروسته د پاتې کېدو چانس او امکان ونه لري، او په دې اساس بايد خپل هېواد ته ستانه شي، بايد په خواخوږۍ او درناوي چلن ورسره وشي.

په ډېرې اندېښنې سره موږ دغه حقيقت ته ګورو چې ښي اړخي او ولس پارونکې ډلې دا مهال د خلکو د تېښتې او کډوالۍ له موضوع څخه ګټه اخلي، د دې له پاره چې دښمنيو ته لمن ووهي او زموږ د آزادۍ پر بنسټ ولاړ دموکراتيک نظم تر سوال لاندې راولي. موږ د هر ډول کرکې، توکم پالنې، سپکاوي او تاوتريخوالي په وړاندې دريږو.

زموږ غږ پر ټولو باندې دا دی چې:

  • د کډوالو او مهاجرينو په سر بحثونه بايد په موضوع پورې تړلي او د حل لارې پيدا کولو په موخه تر سره شي، نه دا چې عامه تعصب ته لمن ووهل شي او يا د ګوندونو سياسي علايق تعقیب شي،
  • د انسان دښمنه څرگندونو او اعمالو پرضد باید مخالفت وشي، که هغه د هر چا له خوا وي او د هرې ډلې په وړاندې وي،
  • پرکډوالو او د هغوی پر استګنځايونو باندې ، پر پوليسو، د رسنيو پر استازو او پرمرستندويانو باندې ښي اړخي اوغیر انساني بريدونه بايد جزايي تعقيب لاندې ونیول شي.

موږ د دغو مواردو څخه پلويتوب کوو:

  • د ټولنيز پيوستون پياوړتيا
  • د کلتوري، ديني او ټولنيزو توپيرونو په هکله رغنده خبرې اترې او د ليدنې کتنې د امکاناتو برابرول
  • د پيوستون پر بنسټ ولاړ او يو پایښت لرونکي سياست چې په آلمان کې ټولو اوسېدونکو ته د برابرې ونډې اخيستنې لاره هواروي،
  • د تعليم او زده کړو لا ښه امکانات چې د يو ښه ټولنيز ادغام له پاره کِلي گڼله کیږي،
  • د کډوالو داسې سياست چې زموږ د بشر دوستانه او بشرد حقونو له مکلفيتونو سره همغږی وي او د پناه غوښتنې د عريضو د منصفانه ارزونې تضمين کوي،
  • د اساسي حقوقو ساتنه چې په هغو کې د دين او وجدان آزادي او د بدني بشپړتیا او خپلواکمنتوب حق او دغه راز د ښځو او نارينه و د برابرښت او د تبعیض منع په کې شامل دي،
  • د زورزیاتي، انسان سره د دښمنۍ او د پرديو سره د کرکې په وړاندې د ټولو انسانانو حفاظت
  • يو مناسب مالي تخصيص، څو موجوده او د کډوالو د منلو سره تړلي اضافه لګښتونه او د مرکزي حکومت، ايالاتو او ناحيو اضافه دندې د دايمي ادغام په موخه په ښه وجه تر سره کړای شي،
  • له جرايمو سره د مبارزې او له زور زیاتي پرته د یو گډ سولیز ژوند له پاره د دولتي قدرت د انحصار تطبیق،
  • د داسې يوې اروپا چې د انسان کرامت ساتنه کوي او د سوليز ګډ ژوند له پاره لرليدونه رامنځ ته کوي.

په تېره بيا د کړکېچونو په وخت کې بايد موږ د خپلې ټولنې د قانون پر بنست ولاړ دولت ټولنیزې او بشري لاس ته راوړنې له لاسه ورنه کړو. د انسان د کرامت ساتنه زموږ هدف دی. په همدی وجه موږ هڅه کوو، څو په آلمان او اروپا کې نړۍ ته د پرانیستوالي، پیوستون، دیموکراسی او د قانون پر بنسټ ولاړ دولت لپاره خپل قوتونه سره یو موټی کړو.

Download